دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 173038
امریکایی ځواکونو په نورستان کې طالبانو باندی هوایی بریدونه کړی
په افغانستان کې مېشت امریکایي خواکونو په نورستان ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړی، چې په پایه کې یې شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې تېره ورځ د نورستان ولایت نورګرام ولسوالی د ګنده لبوک په سیمه کې په وسلوالو طالبانو باندې هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې یې شپږ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
نورستان د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو، القاعده او نورو وسله والو ډلو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdchxxnz623nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته