دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 173041
په هلمند کې یو رأی ورکوونکی ادعا کوي چې طالبانو یې ګوته پرې کړې
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکی حفيظ‌الله چې د ټاکنو په لومړۍ ورځ‌يې رأيه استعمال کړې وه او په دا بله ورځ ناوخته له ګرشک ولسوالۍ څخه کندهار ته په لاره و چې د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو بيولی او تر دوو شپو بند وروسته‌يې نن چهارشنبه سهار د چپ لاس رنګ شوې ګوته پرې کړې ده.
دی ادعا کوي:"که څه هم طالبانو له ما سره بل کس هم د موټر څخه ښکته کړی، خو هغه رأيه نه‌وه استعمال کړې او هغه‌یې خوشې کړ او زما ګوته‌يې نن سهار تر ډېرو پوښتنو وروسته په داسې حال کې پرې کړه چې سترګې مې تړلې وې او څه مې نه‌لیدل."
نوموړي زیاته کړه، دی د اهنګرۍ دکان لري، غوښتل‌يې سپين بولدک ته په وسایلو پسې ولاړ شي.
نوموړی وايي، څلور اولادونه لري او د کورنۍ ​ټول اقتصادي اړتياوې دی پوره کوي.
د پاينده محمد په نوم يو تن پايواز وايي، حفيظ‌الله رأيه معلم مير ولي ته ورکړې وه او د درملنې ژمنه‌یې هم نوموړي نوماند کړې ده.
د بُست روغتون رئيس ډاکتر احمد ضياء حیات وايي، دغه کس نن دوی ته راوستل شوی او ګوته‌يې په لومړي بند کې پرې شوې ده.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي، خو وړاندې له دې یې ګواښ کړی و او له خلکو یې غوښتي و چې په هغه انتخاباتو کې چې د دوی په وینا د بهرنیانو دسیسه ده، ګډون ونه‌کړي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbafb88rhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته