دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 173080
د پاکستان له زندانه ملا عبدالغني برادر خوشې شوی
د طالبانو ځينو سرچینو منلې، چې په پاکستان کې تېر مازیګر ناوخته د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر خوشی شوی دی.

د یو شمېر راپورونو له مخې؛ له نوموړي سره دوه نور طالب مشران هم خوشې شوي دي.
د پاکستان حکومت او یا هم په کابل کې افغان چارواکو تر دې دمه رسماً دا خبره نه ده تائید کړې.
ښاغلی برادر شاوخوا اته کاله وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امریکايي او پاکستانيو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی و.
عبدالغني برادر، چې اته کاله وړاندې نیول کیده، هماغه وخت د طالبانو په پخواني مشر ملا عمر پسې دوه یم مهم مشر یادیده.
شاوخوا پېنځه کاله وړاندې هم په ځینو رسنیو کې د مُلا برادر د خوشې کیدو خبرونه خپاره شوي و.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevx8z7jh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته