دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۶
د مطلب کود : 173089
عبدالله عبدالله: د جنرال عبدالرازق ترور قضیې په اړه هراړخیزه څیړنه کیږی
د ملي یووالي حکومت اجرائیه عبدالله عبدالله د کندهار پخواني امنیه قوماندان د جنرال عبدالرازق د ترور د قضیې په اړه د جدي او هر اړخیزې څېړنې ډاډ ورکړ.


ښاغلي عبدالله د جنرال عبدالرازق له کورنی سره د خواخوږي د څرګندولو لپاره نن کندهار ولایت ته تللی و.
هغه زیاته کړه، چې پر جنرال عبدالرازق برید پر ټول افغانستان برید او ټینګار یې وکړ چې حکومت به دغه برید په جدي توګه وڅېړي.
نوموړی همداراز وویل، چې د افغانستان دښمنان د افغانونو ترمنځ تفرقو ته د لمن وهلو په لټه کې دي او زیاته یې کړه چې د هېواد دښمنان هیڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې دې سوله او آرامي راشي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه برید کې ووژل شو.
په دغه برید کې د کندهار د ملي امنیت ریاست مشر جنرال عبدالمومین حسین خیل هم ووژل شو.
 
https://avapress.com/vdcdjs0fnyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته