کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله عبدالله: د جنرال عبدالرازق ترور قضیې په اړه هراړخیزه څیړنه کیږی

3 عقرب 1397 ساعت 19:36

د ملي یووالي حکومت اجرائیه عبدالله عبدالله د کندهار پخواني امنیه قوماندان د جنرال عبدالرازق د ترور د قضیې په اړه د جدي او هر اړخیزې څېړنې ډاډ ورکړ.




ښاغلي عبدالله د جنرال عبدالرازق له کورنی سره د خواخوږي د څرګندولو لپاره نن کندهار ولایت ته تللی و.
هغه زیاته کړه، چې پر جنرال عبدالرازق برید پر ټول افغانستان برید او ټینګار یې وکړ چې حکومت به دغه برید په جدي توګه وڅېړي.
نوموړی همداراز وویل، چې د افغانستان دښمنان د افغانونو ترمنځ تفرقو ته د لمن وهلو په لټه کې دي او زیاته یې کړه چې د هېواد دښمنان هیڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې دې سوله او آرامي راشي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه برید کې ووژل شو.
په دغه برید کې د کندهار د ملي امنیت ریاست مشر جنرال عبدالمومین حسین خیل هم ووژل شو.
 


د مطلب کود: 173089

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173089/عبدالله-د-جنرال-عبدالرازق-ترور-قضیې-په-اړه-هراړخیزه-څیړنه-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com