د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمود بلیغ؛ دایکندی والی، چهارشنبه ( عقرب ۲) افغانستان تغذیه او غذایی امنیت ملی آجندا معرفی کارګاه افتتاح کې چی نیلی؛ ددی ولایت مرکز کې د دایکندی خلګو فقر او بیکاری ته په اشاره سره وویل: ددی ولایت ۹۰.۲ سلنه خلګ د فقر خط لاندی ژوند کوی.
ښاغلی بلیغ زیاته کړه: فقر آمار په دایکندی کې تیر کال ۶۰ سلنه وو او وچکالی هم ددی فقر ډیریدو لامل بلل کیږی.
د دایکندی والی زیاته کړه چی مرکزی حکومت او خارجی موسساتو توجه نه درلودل دایکندی ولایت ته ددی لامل شوی دی ترڅو فقر او بیکاری پراخه شی.
ښاغلی بلیغ تغذیه او غذایی امنیت ته په اشاری سره وویل چی افغانستان ۴۴ سلنه خلګ غذایی امنیت نه لری چی دا شمیر په دایکندی کې ۶۰ سلنه ته رسیږی چی د غذایی امنیت د غذا تولید محدودیدنه، کافی غذا ته لاسرسی نه شتون، غذایی موادو کمبودی د قیمتونو ډیریدو او غذا تهیه کولو توان نه شتون ددی فقر لامل بلل کیږی.