دخپریدو نیټه :جمعه ۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 173097
کندهار ولایت کې د ولسې جرګي ټاکنې راتلونکې شنبی پیل کیږي
ویل کیږی، په کندهار‎کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کندهار ټاکنو کمیسیون مشر نعمت الله وردګ نن ورځ په دی اړه رسنیو ته وویل،‎ چې د تاکنو د ښه تر سره کېدو له پاره یو تخنیکي پلاوی له کابله هم ورغلی دی.
د کندهار د ټاکنو کمېسیون چارواکو وایی، چې له دوه ولسوالیو پرته نور په ټولو ولسوالیو ته یې ټاکنیز توکي او بایومټریک ماشینونه لیږلي او راتلونکې شنبه به یې د رایو ورکولو ټولو مرکزونو ته د وېشلو لړۍ پیل کړي.
هغوی زیاتوی، دا چې په معروف او نیش ولسوالیو کې خلکو په ټاکنو کې د ګډون په موخه نوملیکنه نه وه کړې نو ځکه په دغو ولسوالیو کې د ولسې جرګې را روانې ټاکنې نه تر سره کېږي.
سرچینو زیاتوی، د لوړو امنیتي ګواښونو ترڅنګ بیا هم په کندهار کې ټاکنې ترسره کېږي خو یوازې به د سپین بولدک ولسوالۍ د رایو اچونې په یو شمېر مرکزونو کې د ناامنۍ له امله ټاکنې و نه شي.
https://avapress.com/vdcco1qsm2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته