دخپریدو نیټه :جمعه ۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۴
د مطلب کود : 173111
په افغانستان کې ناټو ځواکونه نور د افغان ځواکونو سره نه مخامخ کیږی
په افغانستان د ناټو ویاند کرنیل کناټ پيټر: نور به د ناټو ځواکونه له افغان ځواکونو سره نه مخامخ کیږی.


ناټو دغه پریکړه وروسته له هغه وکړه چې په دا وروستیو کې یوځل بیا په بهرنیو ځواکونو د داخلي ځواکونو له صفوفو څخه بریدونو زور اخستی.
د ناټو ویاند وايي له دې هیسته به يې له خپلو افغان شاګردانو او تحت الحمایه عسکرو سره تماسونه صرف د ایمیل او ټلیفون له لارې وي، ورسره نیږدې کیږ به نه.
خو ویاند دا نه دي ویلي چې بیا به بهرني روزونکي کورنیو ځواکونو ته څه ډول نظامي روزنه ورکوي چې فیزیکي نیږدېکت ته اړتیا لري؟
په افغانستان کې روان وضعیت د امریکا او ناټو لپاره تر ډيره بریده مایوسه کونکی دی، اوس بهرني ځواکونه نه پوهیږي چې د دې سترجنجال څخه په څه ډول ځان خلاص کړي.
دا راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې تیره ورځ یوې بلې رسنۍ راپور ورکړ چې له افغانستان څخه به سل تنه امریکايي عسکر د دمې جوړولو لپاره واشنګټن ته ستنیږي چې ممکن بیا کله هم رانشي.
داسې ګډوډې خبرې څرګندوي چې د پنټاګون او ناټو څخه د ستونزو د کابو کیدو لار ورکه ده، هره ورځ يې په دریځ شاګرځ او ناهيلۍ څرګندیږي.
په دا وروستیو کې امریکا او طالبانو مخامخ خبرې پيل کړې، داسې ښکاري چې نور امریکا غواړي د افغانستان له مشکل څخه ځان خلاص کړي او له طالبانو سره د خپلو ځواکونو د ایستلو او نسبي ډاډ د تر لاسه کولو په سر یوې هوکړې ته ورسیږي.
امریکا وايي د افغانستان داخلي مسائل ورته مهم نه دي، نه غواړي په افغانانو د نظام بڼه وتپي، بلکې صرف دا غواړي چې د افغانستان له خاورې څخه امریکا ته کوم ګواښ متوجه نشي.
https://avapress.com/vdcjvtevvuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته