کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولی طوفان هریرود لوبډله خپله کړه

4 عقرب 1397 ساعت 19:19

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو پایلوبه پرون ماښام د طوفان هریرود او شاهین آسمایي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې د طوفان هریرود دغه لوبه د ۱-۰ ګول په توپیر وګټله او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.



د پایلولې لومړی نیمایي پرته له کوم ګول پای ته رسېده او په دویمه نیمایي هم هېڅ لوبډله ونتوانېده چې کوم ګول وکړي، له همدې امله یې لوبه اضافي وخت ته ولاړه.
خو د لوبې په ۱۰۲مه دقیقه کې د طوفان هریرود لوبغاړي رحمت الله خیرخواه ګول وکړ او خپله لوبډله یې مخته کړه.
په ځواب کې د شاهین آسمایي لوبډله ونتوانېده چې په اضافي وخت کې یې کوم ګول وکړي او له دې سره یې د طوفان هریرود لوبډلې د غوره سیالیو پایلوبه وګټله.
دا دویم ځل دی چې د طوفان هریرود لوبډلې د افغانسان د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي ګټي خو د شاهین آسمایي لوبډلې تر اوسه څلور ځله د غوره لیګ سیالیو اتلولي ګټلې ده.
 


د مطلب کود: 173112

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173112/افغانستان-فوټبال-غوره-لیګ-سیالیو-اتلولی-طوفان-هریرود-لوبډله-خپله-کړه

آوا
  https://www.avapress.com