کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخ او بدخشان ولایتونو کې وسله والو ته مرګژوبله اوښتي

4 عقرب 1397 ساعت 19:22

په بلخ او بدخشان ولایتونو کې د نښتې او هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو تېره ورځ په یوه بیان کې وویل، چې د ولید (۲۳) عملیاتو په لړ کې د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالی په آقتپه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي چې له امله یې یوه وسله وال وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې هوایي ځواکونو د بدخشان ولایت د کران منجان ولسوالی په مربوطاتو کې پر وسله والو مخالفینو هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، په وژل شویو کې د وسله والو یوه ډلمشر کریم الله هم شامل دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوس په دې اړه څه نه دي ویلي.
کندز او بدخشان د افغانستان په شمال او شمال ختېځو سیمو کې کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
 


د مطلب کود: 173113

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173113/بلخ-او-بدخشان-ولایتونو-کې-وسله-والو-ته-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com