دخپریدو نیټه :شنبه ۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 173126
نن په کندهار ولایت کې ولسی جرګې ټاکنې ترسره کیږی
په کندهار ولایت کې نن د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات کیږي.

له کندهار څخه ۱۱۲ کسانو د افغانستان ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي دي.
د تیرې اونۍ له امنیتي پیښې وروسته چې له امله يې دا منيي قومندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت مشر جنرال مومن ووژل شول،په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات وځنډول شول.
د کندهار د انتخاباتو د کمیسیون مشر نعمت الله وردګ رسنیو ته وویل چې د رای ورکولو بهیر به د سهار له ۷ پیل او د ماذدیګر تر څلورو بجو دوام وکړي.
" رای ورکونکې دې سهار په ۷ بجو د رای ورکولو مرکزونو ته لاړ شي.د ماذدیګر تر څلورو بجو مونږ رسمي وخت لرو خو بیا هم که څوک هلته پاتې وي او کتار کې ولاړ وي زمونږ قانون دی چې خپل کار ته دوام ورکړو."
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا په کندهار ولایت کې شاوخوا پنځه لکه اوشپیته زره کسان د رای ورکولو پر شرایطو برابر دي چې د رای ورکولو ۱۷۳ مرکزونه ورته جوړ شوي دي.
https://avapress.com/vdcf0mdyvw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته