دخپریدو نیټه :شنبه ۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 173135
له افغانستانه چین ته د جلغوزیو صادرات پیلېږي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د چین او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز په پرانيستل کېدو سره به هغه هېواد ته له افغانستانه د جلغوزیو صادرات هم پيل شي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ياد هوايي دهلېز په پرانيستل کېدو سره به د چین ترڅنګ يو شمېر نورو هېوادونو ته هم د افغانستان جلغوزي صادر شي.
د ده په خبره، د جلغوزیو د صادراتو د دغه بهیر په پيلېدو سره به د افغانستان جلغوزي د افغانستان په نوم په مسقیم ډول چین ته صادر شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان جلغوزي لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه د پاکستان په نوم چین ته صادرېدل.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هر کال شااوخوا ۲۳ ټنه جلغوزي تولیدېږي.
افغانستان له دې وړاندې له قزاقستان، هندوستان او ازبکستان سره هوايي دهلېزونه پرانيستي او ټاکل شوې چې ډېر ژر د چین له شانګهای، بیجنګ او ګوانزو سره هم د هوايي دهلېز له لارې وصل شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmmdytw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته