کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

څه باندې ۱۵ زره امنیتي ځواکونه د کندهار ولایت د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره ګومارل شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 عقرب 1397 ساعت 14:56

کندهار ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې نن سهار په ۷ بجو رسماً پیل شوې.



څه باندې ۱۵ زره امنیتي ځواکونه په کندهار ولایت کې د رایې اچونې د مرکزونو او محلونو د امنیت د خوندیتوب لپاره ګومارل شوي او د تیارسۍ په حالت کې دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش، چې د شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه ګډ خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې امنیت ټینګ دی او تر دې مهاله هېڅ ډول امنیتي ستونزه نده رامنځته شوې.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د ښځینه رایې اچوونکو د صفونو د تنظیم او تلاشۍ په موخه ۲۶۰ ښځې هم په دندو ګمارل شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې د ملي اردو او ملي امنیت ځواکونه هم له پولیسو سره په همغږۍ او د امنیتي پلان مطابق په ځانګړو کمربندونو کې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره توظیف شوي دي.
په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې تر یوې اوونۍ ځند وروسته تر سره کېږي. د دغه ولایت په مرکز او ۱۵ ولسوالیو کې د رایې اچونې ۱۷۳ مرکزونه او ۱۱۱۳ محلونه د سهار په ۷ بجو د رایې اچوونکو پر مخ پرانستل شوي دي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند، عبدالعزیز ابراهیمي وویل: د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره ۱۱۱ نوماندان، چې ۱۳ تنه یې ښځې تشکیلوي، د ولسي جرګې د ۱۱ چوکیو د خپلولو لپاره سیالي کوي. 
کندهار ولایت کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې خلکو پراخ ګډون کړی دی. نن د سهار له ۷ بجو راهیسې د رایې اچونې مرکزونو او محلونو ته ښځې او سړي په لویو صفونو کې درېدلي تر څو خپله رایه و کاروي.
د سیمه یزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند، سید شاه سقیم وویل، چې په پیل کې د کندهار مرستیال او سرپرست والي، عبدالحنان منیب د رایې اچونې یوه مرکز ته لاړ او د خپلې رایې په کارولو سره یې دغه بهیر رسماً پیل کړ. نوموړي زیاته کړه، چې د کندهار د ولایتي ادارې او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مسوولینو ترمنځ ښه همغږي شتون لري او د رایې اچونې په بهیر کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده.
 


د مطلب کود: 173137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173137/څه-باندې-۱۵-زره-امنیتي-ځواکونه-د-کندهار-ولایت-ټاکنو-امنیت-خوندیتوب-لپاره-ګومارل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com