کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ کې ځانمرګي ۱۷ کسانو ته مرګ وژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 عقرب 1397 ساعت 15:13

په میدان وردګ ولایت کې یوه ځانمرګي بریدکوونکي ۵ کسان وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.



دا برید د موتر په وسیله نن له غرمې مخکې(د لړم ۵) په میدان ښار کې د امنیتي ځواکونو د اکمالاتي مرکز په دروازه کې شوی دی.
د میدان وردګ د امنیه قومندانۍ ویاند حکمت الله درانی وايي؛ په دغه برید کې پېنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړی، چې دوه یی پولیس او درې ملکي وګړي دي او د پولیسو او ملکي کسانو په شمول ۱۲ نور ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي، برید د اکمالاتي قرارګاه د قراول په دروازه کې د سراچې موتر په وسیله شوی دی.
طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
میدان وردګ ولایت د کال په لویدیځ کې یو له ناامنه ولایتونو دی، چې طالبان یې په ډېرو سیمو کې پراخ شتون لري او وخت ناوخته امنیتي ځواکونه زیانمنوي.
 


د مطلب کود: 173139

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173139/په-میدان-وردګ-کې-ځانمرګي-۱۷-کسانو-ته-مرګ-وژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com