دخپریدو نیټه :شنبه ۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۲
د مطلب کود : 173145
ولسي جرګه امنیتي مسؤلین د هېواد د امنیتي وضعیت په تړاو استجوابوي
د افغانستان ولسي جرګه وايي چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به امنیتي چارواکي په هېواد کې د امنیت وضعيت او دغه شان د جنرال عبدالرازق او عبدالجبار قهرمان د وژل کېدو په تړاو استجواب کړي.

د افغانستان ولسي جرګه د افغان امنیتي او سیاسي چارواکو ځنځيري وژنې په ځانګړي ډول د جنرال عبدالرازق ترور د اندېښنې وړ ګڼي او د یادې موضوع د روښانه کولو غوښتنه کوي.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان ستر جنرال عبدالرازق او ولسي جرګې ته د کاندید عبدالجبار قهرمان د ورژل کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره په یاده برخه کې د امنیتي مسؤلینو د څرګندونو غوښتونکی شو.

ده وویل:
"د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ مونږ امنیتي مسؤلین د امنیتي وضعيت او په ځانګړي ډول د جنرال عبدالرازق او عبدالجبار قهرمان د شهادت په تړاو رابللي دي او په هغه ورځ به مونږ د یادو پېښو جریان له دوی وپوښتو."
ښاغلي ابراهیمي جنرال عبدالرازق یو ولسي اتل یاد کړ او ویې ویل چې نوموړی له پولې ها خوا په یوې جوړې شوې توطیې کې ووژل شو.
دا څرګندونې ورسته له هغې وشوې چې یو شمېر وکیلانو د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د د یادو دوو افغان جنرالانو د وژل کېدو په تړاو اندېښنه وښوده.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون هم د جنرال عبدالرازق او عبدالجبار قهرمان د وژل کېدو په تړاو خپل راپور مجلس ته وړاندې کړ او د انتخاباتو په درشل کې یې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان وژل کېدل یوه مهمه او جدي موضوع وګڼله.
د یاد کمېسیون رئیس محمد اقبال صافي د حکومت په خاموشۍ او د ځنځیري وژنو تر شا د پټو څېرو د نه افشا کولو په تړاو انتقادو وکړ او ویې ویل چې دا د تېر په دوام د افغان جنرالانو ځنخيري وژنې دي.
ښاغلي صافي د یادو وژنو اصلي لامل پاکستان یاد کړ او ویې ویل چې دا وژنې په هغه هېواد کې طرحه کېږي.
نوموړي له افغان حکومته وغوښتل، تر کومه چې د دغو وژنو تر شا پټې څېرې افشا نه شي، له پاکستان سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې وځنډوي او د ځنځیري وژنو په تړاو دې خپل شکایت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاري.
د ولسی جرګې لپاره کاندید عبدالجبار قهرمان تېره چهارشنبه په هلمند او د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تېره پنجشنبه په کندهار ولایت کې ووژل شول.
له دغو پېښو څو ورځې وروسته د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزي په کندهار کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د جنرال رازق وژونکي د پولې له ها غاړې دستور اخیستی و او په دې تړاو ۱۵ کسان نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ملي وحدت حکومت چارواکي د جنرال عبدالرازق د وژنې د قضیې په تړاو غلي نه دي ناست او په دې برخه کې جدي دي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtw9qnak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته