دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 173158
له پاکستانه د افغانستان په اړه د ازبکستان غوښتنه
د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف ویلي چې حکومت یې له پاکستانه غوښتنه کړې چې پر وسله والو طالبانو فشار راولي او د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو سره همکاري وکړي.
عصمت الله ایرګاشف پرون شنبه په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره کتلي او دواړه د سیمه یېز امنیت، اقتصادي ودې او په افغانستان کې د سولې لپاره پر روانو هڅو غږېدلي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي، ایرګاشف ویلي چې حکومت به یې په نېږدې وخت کې یو پلاوی پاکستان ته واستوي.
د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي ژمنه کړې چې حکومت به یې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید له پروژو سره ۵۰۰ ميلیونه ډالر مرسته وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamen6a49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته