کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستانه د افغانستان په اړه د ازبکستان غوښتنه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 عقرب 1397 ساعت 10:49

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف ویلي چې حکومت یې له پاکستانه غوښتنه کړې چې پر وسله والو طالبانو فشار راولي او د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو سره همکاري وکړي.


عصمت الله ایرګاشف پرون شنبه په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره کتلي او دواړه د سیمه یېز امنیت، اقتصادي ودې او په افغانستان کې د سولې لپاره پر روانو هڅو غږېدلي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي، ایرګاشف ویلي چې حکومت به یې په نېږدې وخت کې یو پلاوی پاکستان ته واستوي.
د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي ژمنه کړې چې حکومت به یې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید له پروژو سره ۵۰۰ ميلیونه ډالر مرسته وکړي.
 


د مطلب کود: 173158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173158/له-پاکستانه-د-افغانستان-په-اړه-ازبکستان-غوښتنه

آوا
  https://www.avapress.com