دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 173163
ننګرهار خوږیانی ولسوالی کې ملی امنیت ځانګړو ځواکونو طالبانو باندی چاپه وهلی
د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په خوږیاڼو ولسوالی کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه ډیپو لمنځه وړل شوې ده.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په خلقداد سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د زنداني په ګډون ۴ وسله وال طالبان وژلي او د یو ماین جوړونکي حمیدالله په ګډون یې اووه تنه شکمن کسان له ځآن سره ژوندي وړي دي .
خبرپاڼه زیاتويو چې یاد عملیات چې د شپې په ۱۲ بجو پیل شوي وو درې بجې پای ته ورسیدل،پر مهال یې د وسله والو طالبانو د ځآنمرګو بریدونو لپاره د چمتو شوو واسکټونو،وسلو،مهماتو،ماینونو او نورو چاودیدونکو توکو کشف شوې زیرمه هم لمنځه یوړل شوه .
د ولایت مقام په وینا، د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د مالوماتو له مخې په دې عملیاتو کې امنیتي منسوبینو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
د وسله والو طالبانو په ګډودن د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcg3w9qwak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته