دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 173164
غزنی مقر ولسوالی کې چاودنه ملکی وګړو ته مرګژوبله اړولي
د غزني ولایت د مقر ولسوالی په مربوطاتو کې د ملکي وګړو په موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په سوېل ختېځ کې د پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ملکي وکړو یو عراده کرولا ډوله موټر د غزني ولایت مقر ولسولۍ د چهاردهي په سیمه کې د وسله والو مخالفینو لخوا د سړک غاړه کې پر ایښودل شوي ماین ور برار شوی، ماین چاودنه پرې کړې، دوه تنه ملکي وګړي په شهادت رسولي او درې تنه نور ټپیان کړي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د بشري حقونو په یوه ځانګړي رپوټ کې چې څو موده وړاندې یې خپور شو، وایې چې دولتي ضد عناصر باید په هغو سیمو کې چې ملکیان اوسیږي، د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو بې توپیره او نامناسبه کارونه ژر تر ژره بنده کړي.
”د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو د قصدي او بې توپیره کارونې له امله افغان ملکي وګړو ته د زیانونو زیاتوالی“ تر عنوان لاندېدغه ځانګړی رپوټ د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپټمبر تر دیرشمې د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې چټک زیاتوالی مستند کړی، چې د جګړې له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې نږدې نیمایي برخه جوړوي.
 
https://avapress.com/vdch-xnzk23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته