د کابل امنیه قوماندانی په یوه خبرپاڼه کې چې پرون ماښام یې خپره کړې ویلي، د ملي پولیسو ځواکونو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په نیازبیک سیمه کې د وسله والو له لوري ځای پر ځای شوی مقناطیسي ماین مخکې تر چاودنې کشف او خنثی کړی دی.
د امنیه قوماندانی د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفينو غوښتل، چې دې ماين ته په چاودونې ورکولو سره د يادې سيمې بې ګناه وګړي په شهادت ورسوي؛ خو مخکې تر چاودنې يې کشف او خنثی کړای شو.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)