دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 173188
پکتیا ولایت کې وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتي
په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونو په پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه موټر په نښه کړی دی چې له امله یې پنځه تنه وسله وال وژل شوي.

په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو پرون په یوه بیان کې وویل، چې د ائتلاف هوایي ځواکونو د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د یمني خیلو په سیمه کې پر وسله والو مخالفینو هوايي برید کړی، په پایله کې یې پنځه تنه ترهګر وژل شوي او یو عراده فولډر موټر له منځه وړل شوی دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پکتیا د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د پکتیا په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcdjs0fjyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته