دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 173189
ټیفا: کمېسیونونه او انتخاباتي جوړښتونه اصلاحاتو ته اړتیا لري
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا وايي چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې باید په انتخاباتي کمېسیونونو او انتخاباتي جوړښت کې اصلاحات راشي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا وايي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمزوري مدیریت له امله، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې سرغړونې او پراخې درغلۍ موجودې وې.

د دغه بنسټ رئیس نعیم ایوب زاده د یکشنبې په ورځ له خبریالانو سره د ولسي جرګې د انتخاباتو د څارنې په تړاو د لمړنیو موندنو د شریکولو په غونډه کې وویل چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې باید د انتخاباتي کمېسیونونو په ګډون، د انتخاباتو په جوړښت کې اصلاحات رامنځته شي.

دی وایي:"که د جمهوري ریاست انتخابات په خپل وخت ترسره نه شي، د افغانانو د برخلیک په وړاندې به لویه ستونزه وي، لویه کمزروي انتخاباتي مدیریتي بنسټونو ته ورګرځي، له انتخاباتو وړاندې باید په جوړښت او حقوقي چوکاټ کې اصلاحات رامنځته شي."

ښاغلی ایوب زاده زیاتوي چې یوشمېر کړۍ او په حکومت کې دننه کسان هڅه کوي چې یوې سیاسي معاملې ته زمینه برابره کړي چې په خبره یې، د ا ډول هڅې د خلکو رأیې قرباني کوي.

خو تراوسه حکومت او یا کومې بلې معتبرې سرچینې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې د جمهوري ریاست انتخابات به د ۱۳۹۸ کال د حمل میاشتې په ۳۱ مه ترسره کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي تېره ورځ ویلي وو چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره مهالوېش چمتو شوی او په روانه اوونۍ کې به له سیاسي ګوندونو او انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره شریک شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ناظر بنسټونه باید په انتخاباتو تخنیکي څار وکړي او له سیاسي مداخلې لاس واخلي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډيو ته وویل چې پنځوس په سلو کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته چمتووالی بشپړ شوی دی.

ده زیاته کړه:"له ټولو څارونکو بنسټونو زموږ غوښتنه دا ده چې د دوی لیدلوری باید تخنیکي و اوسي، نه سیاسي، د جمهوري ریاست لپاره چمتووالی نیول شوی، پنځوس فیصده کارونه مخکې تللي او کمېسیون ژمن دی چې د جمهوري ریاست انتخابات په خپل وخت ترسره کړي."

د افغانستان د شفافوانتخاباتو بنسټ وايي، د میزان د ۲۸ مې، ۲۹ مې او دغه شان د عقرب د ۵ مې په انتخاباتو کې عملیاتي او تخنیکي ستونزې موجودې وې چې دوی په دې اړه شکایتونه ثبت کړي دي.

په ورته وخت کې دا فغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې له دوی سره شااوخوا ۱۱ زره انتخاباتي شکایتونه ثبت شوي چې جدي رسیده ګي به ورته وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دوی ژمنه کوي چې پاکې رأیې به له باطلو رأیو جلا او شفافیت به ډاډمن کړي.
سرچينه : آزادی رادیو
https://avapress.com/vdcevx8zojh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته