دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 173194
د مالیه ورکوونکو ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو معافیت د ۱۳۹۷ مالي کال تر پایه تمدید شو
مالیې وزارت نن د لړم میاشتې په ۶ مه نېټه د خبري کنفرانس له لارې د مالیه ورکوونکو ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو معافولو، تمدید د ۱۳۹۷ مالي کال تر پایه اعلان وکړ.
په دې خبري کنفرانس کې چې په همدې موخه د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی وو، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عبدالله رقیبي، د عوایدو لوی رئیس ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي د صنایع خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي رحیم الله سمندر ګډون کړی وو.
د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عبدالله رقیبي، وویل: د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو معافیت طرزالعمل پلي کول چې د ۱۳۹۷ مالي کال د بودیجې په اصولپاڼه کې تصویب شوی، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت ګام دی، د مالیې وزارت له دې نوښت څخه د خصوصي سکټور او مالیه ورکوونکو هرکلي په خاطر، حکومت د روان مالي کال تر پایه مالیاتي معافیت نوی کړ.
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ وویل، چې حکومت مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د مالیاتي جریمو معافیت کړنلاره وضع او د نهو میاشتو لپاره یې تطبیق کړه، چې په دې موده کې نږدې ۸ زره وړو، متوسطو او لویو شرکتونو خپل مالیاتي حسابونه تصفیه کړل، د دې پریکړې په پلي کیدو سره خصوصي سکټور ته د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو له کبله له ۲۰ میلیارده افغانیو زیات معافیت ورکړ.
د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي، د مالیې وزارت له دې نوښت او د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو د معافیت له تمدید څخه د مننې تر څنګ وویل: د مالیاتي جریمو معافیت د خصوصي سکټور د پراختیا او پیاوړتیا سبب شوی او همداشان په هیواد کې د جواز لیکونو تجدید او د پانګونې ملاتړ سبب شوی. نوموړي له ټولو مالیه ورکوونکو څخه وغوښتل چې د مالیې وزارت له دې امتیاز څخه ګټه واخلي او ژر تر ژره دې خپل مالیاتي حسابونه تصفیه کړي.
د صنایع خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي رحیم الله سمندر، د حکومت له دې طرحې څخه د مننې تر څنګ وویل، چې نږدې ۶۰ سلنې شرکتونو له دې معافیت څخه ګټه اخیستې او خپل حسابونه یې تصفیه کړي دي. نوموړي ژمنه وکړه هغه شرکتونه چې خپلې مالیاتي جریمې یې نه دي تصفیه کړي، و به یې هڅوي تر څو خپل مالیاتي حسابونه تصفیه کړي.
 د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۷ مالي کال د مالیاتي جریمو د اصولپاڼې له مخې هغه مالیه ورکوونکي چې د (۱۳۸۱-۱۳۹۶) کلونو په موده کې یې خپلې مالیې نه وي تصفیه کړي، په داسي حال کې چې اصله مالیه له ۵٪ سلنې جریمې سره ورکړي، د پاتي ۹۵٪ سلنې مالیې له جریمو څخه معافېږي. چې دا پریکړه په لومړي پراؤ کې د نهو میاشتو لپاره د اجراء وړ وه. د مالیه ورکوونکو او خصوصي سکټور د هڅونې  او همداشان له دې طرحې څخه د دوی د هرکلي لپاره، حکومت د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو معافیت د روان مالي کال تر پایه تمدید کړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoen6y49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته