حسین بخش صفري د اماراتو په جوجیستو سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او د ۶۷ کیلوګرام وزن اتل شو.
حسین بخش صفري د ۶۷ کیلوګرام وزن اتل شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 عقرب 1397 ساعت 19:34
حسین بخش صفري د اماراتو په جوجیستو سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او د ۶۷ کیلوګرام وزن اتل شو.
د هېواد د جوجیستو برخی دې اتل لوبغاړي په ۶۷ کیلوګرام وزن کې د خپل روسي او اردني سیال په وړاندې نه یوازې دوه بریاوې تر لاسه کړې، بلکې د سروزرو مډال یې هم خپل کړ.
د یادولو وړ ده، چي حسین بخش صفري تېر کال هم د ترکمنستان په عشق آباد ښار کې د افغانستان لپاره له رزمي سیالیو څخه د سروزرو مډال ترلاسه کړ ی و.
د مطلب کود: 173203