دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۳:۳۰
د مطلب کود : 173210
لغمان کي در بريښنا شرکت تښتول شوي ۱۳ کارکوونکي خوشی شول
راپورونه وایی، لغمان کې د دولت مخالفانو له لوري د برېښنا شرکت برمته شوي کارکوونکي خوشي شوي دي.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د لغمان ولایت  د والي ویاند اسدالله دولتزی نن ورځ په دی اړه رسنیو ته وویل، د برېښنا شرکت ۱۳ تنه کارکوونکي ۲ اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې نیول شوي وو.
سرچینو ویلی، د یاد شرکت یاد ‎ ۱۳ تنه فني او تخنیکي کارکوونکي په دغه ولسوالۍ کې د برېښنا د پرې شوي لینونو ترمیم لپاره تللی وو.
دوی وایی، چې دغه کارکوونکي د قومي مشرانو په مرسته د شنبي په ورځ خوشي شول.
https://avapress.com/vdcjvtevyuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته