کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی: ډیر ژیر کجکی بند پراختیا کار پیلیږی

7 عقرب 1397 ساعت 11:38

افغان ولمشر محمد اشرف غني هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې د کجکي بند د پراختیا کار به ډېر ژر پیل شي.



د ارګ ماڼی په وینا ولسمشر غني پرون د هلمند ولایتي شورا له غړو سره د کتنې پر مهال وویل ”د کجکي بند د پراختیا کار ډېر ژر پیلېږي او ترکي شرکت د ۱۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت چمتو دی پانګونه پرې وکړي چې د یومیلیارد متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري. “
هغه زیاته کړه، د زمین‏داور کانال مطالعه هم په وروستیو پړاونو کې ده او د دغه کانال د فعالولو لپاره جدي اراده شته.
له ارګه پ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې د هلمند د ولایتي شورا غړو د پولیسو او ملي اردو د تشکیل د کموالي، د کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکیټ د نشتوالي، د ښوونځیو د ښوونکو د کموالي، د کجکي او فرهاد بند د جوړېدو، د بُست د تصدۍ د فعالولو، پوهنتون ته د هلمند د لوړو زده کړو موسسې ارتقا، د جوارو د غوړيو د تولید فابریکې د جوړولو، د رُخام ډبرو له قاچاق څخه د مخنیوي او د هغه د فني  کېندنې، د هلمند سیند په اوږدو کې د شپږ پلونو د جوړولو، بُست روغتون ته د پاملرنې او د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کېدو او همداراز د امنیتي ځواکونو او خبریالانو د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه یې خپل وړاندیزونه او ستونزې د جمهوررئیس سره شریکې کړې.
 


د مطلب کود: 173220

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173220/ولسمشر-غنی-ډیر-ژیر-کجکی-بند-پراختیا-کار-پیلیږی

آوا
  https://www.avapress.com