د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د مالیې ورکوونکو ادارې اړوند د خدماتو یو کارکوونکی پرون یکشنبه د امنیتي مسوولینو له خوا نیول شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د مالیې وزارت دغه کارکوونکی هغه مهال ونیول شو چې د مالیې ورکوونکو په اداره کې یې څه کم ۳۰ زره افغاني د رشوت په توګه اخیستل.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې دغه کس د اړوندو مسوولینو په حضور کې نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د نیول شوی کس د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)