دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 173224
د پچیراګام لپاره د طالبانو نوم نومول شوي ولسوال له خپلو ملګرو سره ووژل شو

د ننګرهار ولایت مقام وایي د خوږیاڼو ولسوالۍ په پتې خرګې سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د پچیراګام لپاره د جنګي طالبانو تش په نوم نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۲ تنه مخالفین چې په کې قوماندانان او سرګروپان هم شامل دي،وژل شوي دي .
د ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د مالوماتو له مخې، یادو ځواکونو تېره شپه د خوږیاڼو په پتې خرګې سیمه کې چاڼیز عملیات کول، چې د جنګي طالبانو د نیول شوي کمین په ترڅ کې جګړه رامنځته او پر مهال یې د پچیراګام لپاره د دوی تش په نوم نومول شوی ولسوال مولا محمود،چې مشهور په افتخار وو،په ګډون یې ۱۲ مخالفین ووژل شول .
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شوو کې د خنجر،کامران،لغمانی،حقیار مشهور په کوچي ،ساجد،غشي او سید ولي چې مشهور په صدیق وو قوماندانانو او سرګروپانو په ګډون ۱۱ نور جنګي طالبان هم وژل شوي دي او د دوی دوه میله پیکا،دوه راکټ،پنځه میله کلاشینکوفونه، یو شمیر لاسي بمونه او نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د ننګرهار ولایت مقام په وینا، په عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewx8zejh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته