دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 173225
د اندونیزیا یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې
د اندونیزیا چارواکي وايي، د دې هېواد یوه مسافر وړونکې الوتکه نن د داخلي پروازونو پر مهال په سوماترا ټاپو کې غورځېدلې ده.
چارواکو ویلي، په ۷۳۷ بوینګ ډوله الوتکه کې د عملې په ګډون ۱۸۸ کسان سپاره وو او وېره ده چې ټول وژل شوي دي.
د اندونیزیا د ژغورنې ملي ادارې د دې مسافر وړونکې الوتکې غورځېدل تأیید کړي دي.
الوتکه له پایتخت جاکاراتا څخه پانګکل پینانګ ښار ته روانه وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0mdytw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته