دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 173230
په ننګرهار کې د طالبانو د یوه ولسوال په ګډون ۱۲ وسلوال وژل شوي
د ننګرهار والي ویاند وایي، دننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په پتې(فطح) خرګۍ سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د یوه ولسوال په ګډون ۱۲ وسلوال وژل شوي.

سرچینې زیاته کړې،چې په وژل شویو کې د پچیراګام لپاره د طالبانو ولسوال ملا محمود هم شامل دی.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې له وژل شویو کسانو څخه دوه میله پیکا، دوه توغندي، پېنځه میله کلاشنکوف، ځینې لاسي بمونه او یو شمېر مهمات امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.  
هغه دغه راز څرګنده کړې، چې په دې عملیاتو کې ملکې او پوځي کسانو ته کوم زیان ندی رسیدلی.
طالبانو هم د دغو عملیاتو پخلی کړې او ویلي یې دي، چې په اړوند سیمه کې د طالبانو پر یوه مرکز برید شوی؛ خو طالبانو ته د اوښتي زیان کچه لږ ښودل شوې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbffb8grhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته