دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۹
د مطلب کود : 173244
په ننګرهار کې داعش وسله والو ته مرګژوبله اوښتي
د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالی په مربوطاتو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو درې غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت مقام پرون په یوه بیان کې وویل، چې هسکې مېنې ولسوالۍ د شينکي او شيخ کلا په سيمه کې تېره ورځ بې پيلوټه الوتکې بريد کړی، چې په ترڅ کې يې درې داعش وسله وال ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې د يادې ډلې يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم لمنځه وړل شوي.
په ورته وخت کې امنيتي موظفينو د بهسودو او کوز کونړ ولسواليو مربوطاتو کې د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوي دوه ماينونه تر کشف وروسته لمنځه وړي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcgtw9qtak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته