دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 173246
د ډیورنډ کرښې په تړاو د امریکا یوه سناټور څرګندونو په وړاندی فضل هادی مسلمیار غبرګون
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس د ډیورنډ کرښې په تړاو د امریکا متحده ایالتونو د یوه سناټور د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون وښود.

نوموړی پرون د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال وویل ”د یو شمیر امریکایي سناتورانو څرګندونې چې ویلي يې دي امریکا دې خپلې مرستې افغانستان سره د ډیورند د رسمیت پیژندلو سره مشروطې کړي، په کلکه غندم د اډول غیرمسؤلانه بحثونه د هیواد په کورنیو چارو کې مداخله ده. “
ښاغلي مسلمیار زیاته کړه ”هیڅوک حق نلري په دې تړاو کومه پریکړه ولري دا د افغانانو مالکیت دی او پریکړه یې هم دوی پورې تړاو لري. “
په کابل کې ځینو چاپي رسنیو د امریکا د یوه سناټور براډ شیرمن په حواله لیکلي، چې افغانستان دې ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه وپېژني.
د راپورونو له مخې، د امریکا دغه سناټور دا هم ویلي چې که افغانستان دې کار ته حاضر نه دی، نو امریکا دې پر افغانستان خپلې مرستې ودروي.
 
https://avapress.com/vdci5pazqt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته