کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ډیورنډ کرښې په تړاو د امریکا یوه سناټور څرګندونو په وړاندی فضل هادی مسلمیار غبرګون

7 عقرب 1397 ساعت 18:03

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس د ډیورنډ کرښې په تړاو د امریکا متحده ایالتونو د یوه سناټور د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون وښود.



نوموړی پرون د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال وویل ”د یو شمیر امریکایي سناتورانو څرګندونې چې ویلي يې دي امریکا دې خپلې مرستې افغانستان سره د ډیورند د رسمیت پیژندلو سره مشروطې کړي، په کلکه غندم د اډول غیرمسؤلانه بحثونه د هیواد په کورنیو چارو کې مداخله ده. “
ښاغلي مسلمیار زیاته کړه ”هیڅوک حق نلري په دې تړاو کومه پریکړه ولري دا د افغانانو مالکیت دی او پریکړه یې هم دوی پورې تړاو لري. “
په کابل کې ځینو چاپي رسنیو د امریکا د یوه سناټور براډ شیرمن په حواله لیکلي، چې افغانستان دې ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه وپېژني.
د راپورونو له مخې، د امریکا دغه سناټور دا هم ویلي چې که افغانستان دې کار ته حاضر نه دی، نو امریکا دې پر افغانستان خپلې مرستې ودروي.
 


د مطلب کود: 173246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173246/د-ډیورنډ-کرښې-په-تړاو-امریکا-یوه-سناټور-څرګندونو-وړاندی-فضل-هادی-مسلمیار-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com