د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس سید حفیظالله سیدي رسنیو ته وویل چې په ټوله کې به ۱۷ سوه مټریک ټنه حیواني خواړه د کندهار ولایت د مرکز په ګډون د دغه ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې په مالدارانو ووېشل شي.
د ښاغلي سیدي په خبره دا چې د وچکالۍ له کبله د کندهار ولایت د مالدارۍ سکټور ډېر زیانمن شوی، نو د دغو مرستو له لارې به د مالدارۍ سکټور کې ښهوالی راشي.
د نوموړي په خبره د دغو حیواني خوړو په وېشلو سره به په کندهار ولایت کې د حیواني محصولاتو کچه هم لوړه شي.