دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 173277
غزنی باندی طالبانو پنځه ډله ایز بریدونه په شا ټمبول شوی دی
په غزني ولایت کې امنیتي چارواکي د غزني ولایت پر بېلا بېلو ولسوالیو او پر مرکز یې د وسله والو طالبانو پنځه ډلییز بریدونه په شا تمبول شوي چې په ترڅ کې یې ګڼ وسله وال مخالفین وژل شوي.

د غزني د امنیه قوماندانی د مطبوعاتو آمر دوهم څارن احمد خان سیرت وایي وسله والو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت پر قره باغ، مالستان، ده یک، او د غزني ولایت پر مرکز بریدونه پیل کړل چې د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخل شول.
نوموړی زیاته کړه، چې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال او هوایي بریدونو په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۷ وسله وال وژل شوي دي.
د ښاغلي سیرت په وینا، د دغو نښتو په پایله کې ۶ وسله وال مخالفین د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
 د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdccm1qsm2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته