دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 173299
کورنیو چارو وزارت: په کابل کې انتحاري حملې ۶ تنه وژلي او ۸ یې ټپیان کړي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د دې وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقیقې د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند د څرخي پله زندان دروازې ته مخامخ شوې ده.
ښاغلی دانش وايي چې په وژل شوېو کې درې پولیس او درې ملکیان او په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دي.
د پېښې یو شمېر عیني شاهدانو له سیمې د ټیلیفون پر لیکه ازادي راډيو ته ویلي چې چاودنه ډېره زوروره وه چې تر لېرې ځایونو يې غږ اورېدل شوی دی.
دوی دا هم ویلي چې د چاودنې له امله د شاوخوا یو شمېر کورونو ښیښې هم ماتې شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې پړه نه ده منلې.
دا حمله په داسې حال کې کېږي چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته نېږدې هم انتحاري حمله شوې وه چې په هغې کې درې تنه وژل شوي وو او ۶ تنه نور ټپیان وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyw9qyak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته