دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 173303
غزنی ولایت کې ۲۹ تنه وسله وال وژل شوی
ویل کیږی، په غزني کې د افغان پوځ په هوايي عملیاتو کې ۳۲ تنه ددولت مخالفانو ته مرګ ژوبله اوښتی ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی،  ملي دفاع وزارت نن ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې څرګند کړي، چی افغان پوځ د غزني ولایت په قره باغ او مالستان ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینی وایی، چې په یاد عملیاتو کې ۲۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.
د ملی دفاع وزات خبرپاڼه زیاتوي، چې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو دوه عرادې موټر، دوه عرادې موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdccx1qs12bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته