دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 173305
طالبانو پنځه مهم غړۍ د سولې لپاره قطر ته رسیدلي
د قطر دفتر ته د طالبانو د پنځو تنو نورو غړو تر رسېدلو ورسته، د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې له هر هغه اقدامه چې د سولې د خبرو د پیلېدو لامل ګرځي، ملاتړ کوي.

لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو پنځه تنه مهم غړي د سولې د خبرو د پر مخ بیولو په هدف د یادې ډلې د قطر دفتر ته رسېدلي دي.
اسوشېټېډ برېس خبري اژانس د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله ویلي چې دغو پنځو تنو طالبانو یوه موده د ګوانتانامو په زندان کې هم تېره کړې ده.
د افغانستان د سولې عالي شورا په دې برخه کې په احتیاط سره نظر څرګندوي.
د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه رسنیو ته وویل چې دوی له هر هغه اقدامه چې د سولې د خبرو د پیل لامل وګرځي، ملاتړ کوي.

دی وایي:
"بې له شکه چې د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي او د نړۍ او سیمې هېوادونه په دې برخه کې تخنیکي همکاري کوي، هر اقدام چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د زمینې برابرولو په برخه کې کېږي، مونږ ورنه ملاتړ کوو او د افغانستان په خیر یې ګڼو."
یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې محمد فضل اخوند، ملا نورالله نوري، ملا خیرالله خیرخواه، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري هغه طالبان دي چې تازه د دغې ډلې د قطر له دفتر سره یو ځای شوي دي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس له مخې، د طالبانو دغه پنځه تنه مهم غړي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له طالبانو سره د اسیر شوي امریکايي سرتېري په بدل کې تبادله او خوشي شوي وو.
طالبان په داسې حال کې د سولې د خبرو د پر مخ بیولو لپاره خپل د قطر دفتر ته د پنځو تنو نورو د لېږلو خبره کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې مخکې په قطر کې د یادې ډلې له یو شمېر غړو سره کتلي دي.
ښاغلي خلیلزاد د طالبانو پر استازو سربېره، د افغانستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او پاکستاني چارواکو سره هم کتلي دي.
له پاکستاني چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد د لیدنو کتنو په ترڅ کې د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی عبدالغني برادر چې نېږدې اته کاله یې د پاکستان په زندان کې تېر کړي وو، څو ورځې مخکې خوشې شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سولې لپاره تر بل هر وخت هڅې تېزې شوي او له روسي چارواکو سره د مسکو غونډې په تړاو خبرې روانې دي.
روسي چارواکو مخکې تر دې ویلي وو چې د مسکو ناستې ته اافغانستان، امریکا، طالبان او د سیمې یو شمېر مهم هېوادونه هم بلل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdce7x8znjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته