دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 173320
د طالبانو یو شمېر مهم غړي د سولې د خبرو لپاره قطر ته رسېدلي
د وسله والو طالبانو یو شمېر مهم غړي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې د اسیر شوي امریکایي سرتېري په بدل کې خوشي شوي وو، قطر ته رسېدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اسوشیټېډ خبري اژانس ته ویلي، چې د طالبانو پنځه تنه مهم غړي په قطر کې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره یو ځای شوي دي.
د مجاهد په وینا، د طالبانو دغو پنځو تنو غړو یوه موده د ګوانتانامو په زندان کې هم تېره کړې ده.
محمد فضل اخوند، ملا نورالله نوري، ملا خیرالله خیرخواه، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري  د طالبانو هغه پنځه مهم غړي دي چې په وروستیو کې یې قطر ته رسېدلي.
د راپورونو له مخې، د طالبان دغه پنځه تنه مهم غړي د سولې خبرو د پر مخ بیولو په هدف قطر ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد شاوخوا درې اوونی مخکې د طالبانو له سیاسي استازو سره کتلي وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دې خبر پخلی کړی و چې د طالبانو سیاسي استازی له ښاغلي خلیلزاد سره کتلي او  ویلي یې و چې ”په پای کي دواړو لوریو موافقه وکړه چې  خپلو غونډو ته به په راتلونکې کې  دوام ورکوي. “
 
سرچينه : خامه پرس
https://avapress.com/vdcb5fb8grhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته