دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 173325
د یونیم میلیارد افغانیو په ارزښت شپږ تړونونه منظور شول
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر وایي د ملي تداکارتو کمېسیون د غونډې په ترڅ کې د یونیم میلیارد افغانیو په ارزښت د شپږو نوو پروژو تړونونه منظور شوي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د دوشنبې په ماښام په ارګ کې جوړه شوه چې په ترڅ کې یې د نږدې یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت، شپږ پروژې منظور او پنځه نور یې د لا زیات دقت په موخه بېرته اړوندو ادارو ته ولېږدول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کابل ښاروالۍ اړوند د قیر فابریکې په ګډون د ماشین آلاتو او دسړکونو د ساتنې او بیارغونې وسایلو پېرل، د کابل ښار د څو سرکونو جوړولوتعدیل، د کانونو وزارت اړوند شپږ قلمه لابراتواري وسایل او تجهیزات، دګمرکونو عمومي ریاست لپاره تخنیکي خدمات او د ولسي جرګې دارالانشاء ریاست اړوند درې ډوله تېل ( ډيزل، پټرول، خاورې تېل) د منظور شویو پروژو له جملې څخه دي.
جمهور رئیس لارښوونه وکړه چې د ملي شورا د ټولو تړونونو له ارزونې وروسته دې ښکېل چارواکي څارنوالۍ ته وروپېژندل شي. د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په تړونونو کې دې موسمي مېوې شاملې او کورني تولیدات زیات شي. د میدان وردک ولایت د مڼو تړونونه دې وارزول شي او له سرغړونکوچارواکو او شرکتونو سره دې قانوني چلند وشي.
د ارګ ماڼی له مخې، جمهور رئیس  په سعودي عربستان کې افغان حاجیانو ته د خدماتو په برخه کې د ټاکل شوي ګډ پلاوي کارونه وستایل، د لاډېرو اسانتیاو اوحج پروسې د ښه مدیریت لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxw9qnak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته