دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۱
د مطلب کود : 173336
ارزګان چارواکي: ۱۰زره بې ځایه شوې کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا لري
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې له لېرو سیمو څخه د جګړې له کبله را بې ځايه شوي کورنۍ وايي، روانو جګړو ترې هرڅه اخېستي او د ژمي لپاره سرپناه نه لري او تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي.

دوی غوښتنه کوي چې دولت د ژمي لپاره د سرپناه ځایونه ورته پیداکړي او د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته دې ورسره وکړي.
په ورته وخت کې د ارزګان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اداري مسؤلین وايي، دغلته ۱۰ زره کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcippazqt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته