دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 173345
په غزني کې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي دي
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني پر اوو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.


دده په خبره په ځوابي بریدونو کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاتوي دغه بریدونه د خوګیاڼیو، اندړو، مالستان، مقر او د مرکز پر شهباز امنیتي پوستو شوي دي.

سیرت وایي چې په دې بریدونو کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې چې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې بیا ۱۱ طالبان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdci5pazwt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته