دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۶
د مطلب کود : 173347
فراه کې ملی اردو یو هلیکوپټر سقوط کړي
د افغانستان په لوېدیځ ولایت فراه کې د ملي اردو یوې هليکوپټرې سقوط کړی چې په‌کې ټول ناست ۲۵ سورلۍ وژل شوي دي.

دا خبره د فراه د والي ویاند ناصر مهري روېټرز ته تأیید کړې ده.
هغه ویلي د ملي اردو هليکوپټره شااوخوا نهه بجې په انار درې ولسوالۍ کې د بدې هوا له امله سقوط شوې.
مهري وویل په هلیکوپټره کې چې له فراه نه هرات ته په لار وه د افغانستان د لوېدیځ زون د ملي اردو مرستیال قوماندان او د فراه د ولایتي شورا رئیس هم سپاره وو.

طالبانو بیا ادعا کړې چې دوی دا هلیکوپټره ویشتې او نسکوره کړې یې ده.
په فراه کې د ملي اردو د پلې لوا ویاند نورالحق خالقي په دی اړه آزادی راډیو ته وویل چې هليکوپټره د بدې هوا په خاطر له غره سره لګېدلې او د دوی ژغورونکې ډلې په نورو هلیکوپټرو کې ورغلي دي.
ښاغلي خالقي دغه‌راز ویلي چې د فراه د ټاکنو رئیس هم په دغه هلیکوپټره کې ناست و.

 
https://avapress.com/vdcayen6049n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته