دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 173362
کابل ښار کې ملی پولیسو پر یوه پوسته باندی ناڅرګنده وسله والو برید
په پلازمېنه کابل ښار کې ناڅرګندو وسله والو د ملي پولیسو پر یوه پوسته برید شوی کړی چې له امله یې د پولیسو دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

پېښه تېره شپه ناوخته د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د سپین کلي په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
امنیتي سرچینې وایي نامعلومو وسله والو د پولیسو پر یوه پوسته لاسي بمونه وغوځول، چې له امله یې د پولیسو دوه سرتېري ټپیان شوي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ یو ځانمرګي بریدګر تېره ورځ د کابل پلچرخي زندان ته څېرمه خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې ۷ کسان ووژل شول.
 
https://avapress.com/vdch-xnzi23nqxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته