کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال مېلر: طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کیدای

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 عقرب 1397 ساعت 15:40

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکا پوځ قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي وسله وال طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کیدای.



جنرال مېلر دغه څرګندونې له ان بي سي نیوز سره د مرکې پر مهال کړې دي.
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې روانه جګړه پوځي حل لاره نه لري او ټینګار یې وکړ وسله وال طالبان هم د جګړې له لارې نه شي بریالي کیدای.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان وویل، چې وسله وال طالبان هم په دې پوه دی چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کیدای او زیاته کړه چې اوس د دې وخت را رسېدلي چې د روانو ستونزو د حل لپاره یې سیاسي حل لارې ته پاملرنه زیاته شي.
جنرال مېلر همداراز وویل، چې په افغانستان کې میشت ائتلافي ځواکونه په خپله تګلاره کې بدلون راوستلي او دا مهال یې په تهاجمي حالت کې قرار لري.
نوموړی د افغان پوځیانو د تلفاتو زیاتېدو ته په کتو سره په تګلاره کې بدلون یوه اړتیا وبلله.
 


د مطلب کود: 173375

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173375/جنرال-مېلر-طالبان-د-جګړې-له-لارې-نه-شي-بریالي-کیدای

آوا
  https://www.avapress.com