کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرور دانش: رسنیو او خبریالانو لپاره افغانستان اوس هم خطرناکو هیوادونو څخه دی

10 عقرب 1397 ساعت 17:55

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، افغانستان لا هم د رسنیو او خبریالانو لپاره يو له خطرناکو هېوادونو څخه دی.



افغان حکومت د وسله‎والو مخالفینو په حملو کې خبریالانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل، د حکومتي او غیرحکومتي کسانو له‎خوا د دوی په وړاندې تاوتریخوالی او د معافیت فرهنګ شتون د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي عمده لاملونه بولي او په‎دې اړه اندېښنه ښيې.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د پنجشنبې په ورځ په کابل کې «د نوومبر دوهمې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخولي او جرایمو د معافیت د ختمېدو د نړیوالې ورځې» په لمانځغونډه کې وویل، سره له ډېرو هڅو بیا هم خبریالان او د رسنیو مسوولین له ګواښ او خطر سره مخ دي.

"موږ نن په‎داسې حال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او جرایمو د معافیت د ختمېدو نړیواله ورځ لمانځو چې له بده‎مرغه افغانستان د خبریالانو لپاره يو له خطرناکو هېوادونو شمېرل کېږي، په تېرو څو کلونو کې د خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو په وړاندې د تاوتریخوالي سلګونه قضیې ثبت شوي دي چې يو شمېر یې د خبریالانو د مرګ لامل هم شوي دي."
ښاغلي دانش وویل چې حکومت په تېرو ۱۸کلونو کې د خبریالانو د ستونزو د هواري لپاره ډېرې هڅې کړي چې د ده په خبره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې جوړول او د خبریالانو د ملاتړ صندوق پرانېستل يې ښې بېلګې دي.
له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د نوومبر دوهمه د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع د پرېکړې له مخې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او جرایمو د معافیت د ختمېدو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي او په ترڅ کې یې د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتل کېږي چې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رئیس نجیب شریفي يادې غونډې ته وویل چې افغانستان د بیان د ازادۍ له اړخه په نړیواله کچه په ښه ځای کې دی خو په دغه هېواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د خبریالانو د خوندیتوب موضوع باید د سولې په خبرو کې هم د يوې مهمې موضوع په توګه مطرح شي، ګنې د دغه کمېټې د مسوولینو په خبره د بیان د ازادۍ په برخه کې شته لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي.


د مطلب کود: 173386

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173386/سرور-دانش-رسنیو-او-خبریالانو-لپاره-افغانستان-اوس-هم-خطرناکو-هیوادونو-څخه-دی

آوا
  https://www.avapress.com