د تخار سیمه ییز چارواکي وایي د اقبال بي بي په نوم یوه ۴۰ کلنه ښځه د خپلو دوو زامنو د وژلو په تور نیول شوې.
چارواکي زیاتوي، چې پر نیول شوې مېرمن تور دی چې خپل دوه زامن یې په چاړه وژلي.
د چارواکو په وینا، وژل شوي دواړه ورونه وو، یو ۴ او بل ۸ کاله عمرونه لرل.
د راپورونو له مخې، پېښه د تخار ولایت د رستاق ولسوالی په مربوطاتو کې د کورنی تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.
د تخار امنیت امر نظام الدین د دوو ماشومانو د وژنې پېښه تائید کړه او ویې ویل، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.