دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 173393
د پوهنې او ترانسپورت وزارتونو له۴۰ سلنې لږ بودجه لګولې
د پوهنې وزارت په دولتي اداري واحدونو کي زیاته اندازه پراختیايي بودجه لري؛ خو د ماليې وزارت د څرګندونو له مخې، دې وزارت تر اوسه ۳۹ سلنه خپله پراختیایي بودجه لګولې ده. په داسې حال کې، چې ښوونځي او زدکوونکي کتابونو، درسي توکو او ودانیو ته اړتیا لري؛ خو بودجه یې لږ لګول شوې ده

کارپوهان وايي؛ په دې وزارتونو کې فساد او شخصي سلیقې د دې سبب شوي، چې بنسټیزو کارونو ته پوره پاملرنه ونشي.
د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن وایي: د پوهنې وزارت د مسوولینو سلیقوي چلندونه او له مسوولیت تېښته د دې لامل شوې، چې دغه وزارت خپله پراختیايي بودجه ونشي لګولی.
هغه زیاته کړې، چې د رهبرۍ ژر ژر بدلیدو هم د بودجې پر نه لګیدو اغېز کړی دی؛ ځکه، چې ثابته رهبي د پلان له مخې خپله پراختیایي بودجه لګوي.  
ترانسپورت وزارت هم د پراختیایي بودجې څلیریشت سلنه لګولې ده.
د ترانسپورت سراسري ټولنه وایي، په دې وزارت کې د ظرفیت نشتوالی لویه ستونزه ده.
د ځمکني ترانسپورت د ټولنې مرستیال حاجي همایون وایي: مونږ ته تل وعدې راکړ شوي او حتا پیسې هم اخیستل کیږي. مونږه هیله لرو، چې دغه ستونزه حل او د یو منظم ترانسپورتي سیستم لپاره د اړتیا وړ ترمینلونه رامنځته شي.
د پوهنې او ترانسپورت وزارتونو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9fb8frhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته