له طالبانو سره د دولتي ځواکونو جګړې د دوه میاشتو مخکې نښتو ته ورته ښکاري، چې په کې غزني ښار پېنځه ورځې په اور کې وسوځید.
په کشک کې د ملي اردو قومندان عبدالمنیب وایي، دولتي ځواکونو طالبان له ښاره شړلي؛ خو دومره نه، چې ټول ښار خوندي وي. طالبان نه یوازې د ښار په څنډو کې د غزني په سرحد کې هم له امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې دي.
د غزني ښار اوسیدونکي وایي، امنیت د شپې لخوا ډېر خرابیږي او تر سهاره پورې د سپکو وسلو ډزې اوریدل کیږي.
د ملي اردو سرتېري له طالبانو سره په نښتو کې را ګیر دي؛ جګړه ډېره دوامداره ده او عادي چارې هم اغېزمنې شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)