دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۲۶
د مطلب کود : 173401
خوست کې بزګرانو ته غنمو اصلاح شوی تخم او یوریا کیمیاوی سری ویښ خزانی کمپاین پیل شو
نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د کرنې ریاست له‎خوا ۷۲۰۰ بزګرانو لپاره د غنمو د اصلاح شوي تخم او یوریا کیمیاوي سرې د ویش خزاني کمپاین پیل شو.


د خوست د بزګرانو لپاره د اړوند وزارت له‎خوا ۱۸۰ مټریک ټنه د غنمو تخم او ۳۶۰ مټریک ټنه د یوریا د سپینې سرې حصه ورکړل شوې چې د یاد ولایت په ۱۵ اداري واحدونو کې به پر مخکښو بزګرانو وویشل شي.
چارواکي وايي، د غنمو د دې تخم په کرلو سره به له یوې خوا په یاد ولایت کې اصلاح شوی تخم دود شي او بل لوري ته به د غنمو په پیداوار کې هم ډېروالی راشي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکو د یاد ریاست په چوکاټ کې ۷۲۰۰ هغه مخکښو خوستیو بزګرانو ته چې د کرنیزو کوپراتیفونو په چوکاټ کې خپل فعالیت ترسره کوي، هغوی ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او یوریا سرې ویش پیل کړ.

چارواکي وايي، دوی به بزګرانو ته د هر جریب ځمکې لپاره ۲۵ کیلو تخم او پنځوس کیلو یوریا سره وویشي.
د خوست د کرنې رئيس حفیظ الله شاه نوري وايي چې د غنمو تخم او کیمیاوي سرې د بیې یوازې ۴۰ سلنه بیه له بزګرانو اخېستل کېږي او توضیع کېدونکی تخم هم د خوست له اقلیم او اوبو سره توافق لري.
بل لوري ته د خوست چارواکي له‎دې کبله چې اړوند وزارت د کر په مناسب وخت کې بزګرانو ته تخمونه او سرې برابرې کړي، مننه وکړه، خو ويې ویل چې دا ولایت د هر ډول کرنیز پیداوار لپاره مناسبه اب و هوا او اقلیم لري او اړوند وزارت باید دې سیمې پاملرنه ډېره کړي.

د خوست بزګران وايي چې په یاد ولایت کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو ویش په‎دې اهمیت لري چې دلته هرکال په یو شمېر سیمو کې ګلۍ کېږي چې له کبله يې نه یوازې غنم تویږي، بلکې د غنمو فصل نباتي ناروغی پیدا کوي او کمزوري کېږي چې بیا بل کال د هغه تخم کرل ښه نتیجه نه ورکوي.
دوی هیله کړې چې د کرنې وزارت د تخمونو په تولید کې له یو داسې میتوده کار واخلي چې هر ولایت او ولسوالۍ ته په خپله سیمه کې اصلاح شوي تخمونه تولید کړي، څو په ټوله مانا د هغه سیمې له اقلیم او اوبو سره مطابقت ولري او ښه پیداوار ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcbgfb88rhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته